ننګرهار کې د شاتو مچیو ترویج په موخه ۷۲۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونه وېشل کېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اکشن ایډ مؤسسې مسؤولینو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس سره د ترسره کړو او روانو کړنو په اړه د همغږۍ ناسته کړې.

دغه ناسته کې د یادې مؤسسې مسؤولینو ویلی، چې د ننګرهار په پنځو ولسوالیو (بټی کوټ،  بهسود، هسکه مېنه، دره نور او خوږیانو) کې ۱۲۵ مېرمنو ته ۷۲۵ پایې شاتو مچیو صندوقونه ورکول کېږی.

د دوی په وینا د صندقونو هرې ګټې اخیستونکې ته ۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونو سربېره د شاتو مچیو اړوند وسایل هم ورکول کېږی.

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د مؤسسې مسؤولینو څخه مننه وکړه او ورته یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.