کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست له لوری د شفافیت او ولس ته حساب ورکولو تر عنوان لاندې د خبری ناستو لړۍ پیل شوه.
دغه لړۍ چې د یاد ریاست د اطلاعاتو امریت تر چتر لاندې پیل شوه، په کې به د ننګرهار د ټولو ریاستونو او اداراتو مسوولین هره سې شنبه د رسنیو پر وړاندې د خپلو ترسره شویو او راتلونکی کې د ترسره کېدونکو چارو په تړاو معلومات ورکوی.
د کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی صدیق الله قریشی ویلی، له دې خبری ناستو یې موخه شفافیت او ولس ته حساب ورکول دی.
د نوموړی په وینا د کنفرانسونو دې لړۍ کې به د هرې سې شنبې ورځ د مختلفو اداراتو مسوولین د رسنیو پر وړاندې د خپلو ترسره شویو او راتلونکی کې د ترسره کېدونکو چارو په اړه معلومات ورکوی.
د دغو ناستو په ترڅ کې نن سه شنبه د امنیې قومندانۍ رسنیزه ناسته ترسره شوه، چې په کې د یادې قومندانۍ مرستیال مولوی محمد طاهر مبارز د امنیتی وضعیت، د جرمونو پر وړاندې د مبارزې، نیول شویو مجرمینو او راتلونکو امنیتی پلانونو په اړه معلومات رسنیو ته وړاندې کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ