معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د قیر سړکونو لوندېدو له امله دا سړکونه د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دي

ننګرهار کې د قیر سړکونو لوندېدو له امله دا سړکونه د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د ډېری قیر سړکونو او لویو لارو پر سر د اوبو اچولو او لوندولو له امله دا سړکونه د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.
یو شمېر موټر چلوونکو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې د دغو قیر سړکونو د لوندېدو او خرابېدو مخنیوی وکړي.
دوی همدا راز پر دغو سړکونو د جوړو شویو خپل سري جمپونو پر لمنځه وړلو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغو خپل سري جمپونو له امله موټر چلوونکي او خلک له ګنو ستونزو سرهد لاس او ګرېوان دي.
بل لور د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې هېچاته اجازه نه ورکوي، څو د خپلو شخصي ګټو لپاره عامه شتمنیو ته زیان ورسوي.
نوموړي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې که له دې وروسته د قیر سړکونو له لوندولو او د خپل سري جمپونو له جوړولو لاس په سر نه شول، نو جدي قانوني چلند به ورسره وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس