ننګرهار کې د قیر سړکونو لوندېدو له امله دا سړکونه د خرابېدو له جدی ګواښ سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د ډېری قیر سړکونو او لویو لارو پر سر د اوبو اچولو او لوندولو له امله دا سړکونه د خرابېدو له جدی ګواښ سره مخ شوی دی.
یو شمېر موټر چلوونکو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې د دغو قیر سړکونو د لوندېدو او خرابېدو مخنیوی وکړی.
دوی همدا راز پر دغو سړکونو د جوړو شویو خپل سری جمپونو پر لمنځه وړلو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغو خپل سری جمپونو له امله موټر چلوونکی او خلک له ګنو ستونزو سرهد لاس او ګرېوان دی.
بل لور د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس ویلی، چې هېچاته اجازه نه ورکوی، څو د خپلو شخصی ګټو لپاره عامه شتمنیو ته زیان ورسوی.
نوموړی خلکو ته خبرداری ورکړ، چې که له دې وروسته د قیر سړکونو له لوندولو او د خپل سری جمپونو له جوړولو لاس په سر نه شول، نو جدی قانونی چلند به ورسره وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.