کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د مور او ماشوم ۱۰ روغتیایی کلینیکونه تر جوړېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت او سیمه ییزو مسوولینو له لوری رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوی امینالله شریف ویلی، یاد کلینیکونه د UNFPA په مالی ملاتړ او د JACK ادارې په تخنیکی همکارۍ جوړ شوی، چې د هر کلینیک جوړولو لګښت ۴۶۰۰۰ امریکایی ډالره او ټولیز لګښت یې ۴۶۰ زره امریکایی ډالرو ته رسیږی.
دا کلینیکونه د کوز کونړ، نازیانو، دوربابا، اچین، خوګیانی او هسکې مېنې ولسوالیو کې جوړ شوی دی.
د نوموړی په وینا، د دې کلینیکونو له لارې به هر کال شاوخوا ۲۰ زره ۷۵۰ تنه وګړی روغتیایی خدمات ترلاسه کړی.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو معین مولوی عبدالولی حقانی وویل، د دې مرکزونو له جوړېدو سره به د مور او ماشوم روغتیایی ستونزې کمې شی او هڅه پیل شوې، چې د ټول هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې یو – یو لوی روغتون چې ټولې طبی اسانتیاوې ولری، جوړ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ