کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلی، چې د دغه ریاست له لوری د هغو څلورو نیمګړو روغتیایی پروژو چارې بېرته پیل شوې، چې تر دې وړاندې د بودیجې کمښت له امله نیمګړې پاتې وې.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس ویلی، افغان حکومت د دې نیمګړو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې کړې او پاتې چارې اوس بېرته پیل شوی دی.
دغه نیمګړې چارې د بتی کوټ ولسوالۍ روغتون او د روداتو ولسوالۍ د شهیدانو مینې روغتون وې، چې اوس یې چارې بېرته پیل شوې.
د دغو پروژو چارې چې وړاندې تر دې ۸۰ سلنه ترسره شوې وې، د عامې روغتیا رییس یې د نورو چارو بشپړېدو لپاره قراردادی شرکت ته لارښوونه وکړه، څو په خپل وخت او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق یې بشپړې شی.
د عامې روغتیا ریاست رسنیز دفتر د دغو پروژو د لګښت په تړاو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ