کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری د پیل شویو کنفرانسونو په لړۍ کې د جلال آباد ښاروالۍ د روان کال هجری لمریز کال له پیله تر دې دمه د خپلو کړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د خبر پر بنسټ، په دې راپور کې د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ ته د ۵۸۵ میلیونه عوایدو هدف ټاکل شوی او دوی تر دې دمه ۴۵۳ میلیونه عواید راټول کړی، د دوی په خبره داسې اټکل کوی چې په پاتې میاشتو کې به یې عواید له ټاکل شوی هدف څخه هم لوړ شی.
د راپور له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ انکشافی پروژه ۳۶۰ میلیونه وه او ۱۸ مختلفې پروژې په بېلابېلو ناحیو کې ترسره کړې او ۱۸ پروژې بیا د ۱۴۰۱ کال څخه، چې انتقال شوې وې، هغه هم په روان کال کې ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ