ننګرهار کې د کامې بند پر سر د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ننګرهار کې د کامې بند د عصری کولو او پرمختګ په برخه کې د یوه خصوصی ساختمانی شرکت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې وزارت په وینا، د هوکړې له مخې به یاد خصوصی شرکت د کامې بند د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پر سیستم کار پیل کړی او د بند په عصری کولو کې به لازم اقدامات ترسره کړی.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، دا پروژه د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده، چې په ننګرهار کې د بندونو او کانالونو د رغونې او پراختیا لپاره روانې دی.

په ورته مهال کامه کې د میرزاخېل او ماماخېل پر بندونو هم کار جریان لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.