معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس د یونسیف ادارې له استازو سره د یو شمېر مسایلو د حل په اړه لیدنه کړې

ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس د یونسیف ادارې له استازو سره د یو شمېر مسایلو د حل په اړه لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریيس د یونسیف ادارې د خارجي او داخلي استازو سره لیدنه کې د دغه ولایت اړوند په ۲۲ ولسوالیو کې پاکو اوبو ته د ولسونو د نه لاسرسي د ستونزې په اړه خبرې کړي.
د خبر له مخې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریيس ویلي، چې د ګڼ شمېر ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې ولسونه له لسیزو راهیسې د پاکو اوبو له نعمت څخه بې برخې دي، چې باید ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې لرې پرتو سیمو کې مخکینۍ جوړې شوې شبکې اوس تخریب شوي چې که د ترمیم په برخه کې یې همکاري وشي، نو اړونده اهالې به بېرته له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
رییس زیاته کړې، هغه شبکی او کوهیان چې خلک ورڅخه استفاده کوي، له تخریب وروسته يې د جوړېدو توان نه لري، چې باید په دې برخه کې د میخانیکانو یو ګروپ وروزل شي، څو تخریب شوې شبکې ولسونو ته په وړیا ډول ترمیم او د ولسونو ستونزې حل شي.
د دغو غوښتنو په اړه د یونسیف اداري استازو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریيس ته ډاډ ورکړ، چې د منظم پلان له مخې به ډېر ژر دغو مسایلو ته رسېدنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس