ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس د یونسیف ادارې له استازو سره د یو شمېر مسایلو د حل په اړه لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس د یونسیف ادارې د خارجی او داخلی استازو سره لیدنه کې د دغه ولایت اړوند په ۲۲ ولسوالیو کې پاکو اوبو ته د ولسونو د نه لاسرسی د ستونزې په اړه خبرې کړی.
د خبر له مخې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ویلی، چې د ګڼ شمېر ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې ولسونه له لسیزو راهیسې د پاکو اوبو له نعمت څخه بې برخې دی، چې باید ستونزو ته یې رسېدنه وشی.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې لرې پرتو سیمو کې مخکینۍ جوړې شوې شبکې اوس تخریب شوی چې که د ترمیم په برخه کې یې همکاری وشی، نو اړونده اهالې به بېرته له پاکو اوبو څخه برخمنې شی.
رییس زیاته کړې، هغه شبکی او کوهیان چې خلک ورڅخه استفاده کوی، له تخریب وروسته یې د جوړېدو توان نه لری، چې باید په دې برخه کې د میخانیکانو یو ګروپ وروزل شی، څو تخریب شوې شبکې ولسونو ته په وړیا ډول ترمیم او د ولسونو ستونزې حل شی.
د دغو غوښتنو په اړه د یونسیف اداری استازو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ته ډاډ ورکړ، چې د منظم پلان له مخې به ډېر ژر دغو مسایلو ته رسېدنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.