کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس ویلی، چې د ګرمې هوا شدت له امله خلکو کې د پوستکی ناروغی ۴۰ اشاریه ۶ سلنه لوړه شوې ده.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس په وینا د دې ناروغۍ سربېره د شری، نس ناستی، ډنګی او ملاریا ناروغی هم د ګرمې هوا له امله زیاته شوې ده.
نوموړی ډاډ ورکوی، چې د عامې روغتیا ریاست ګرځنده ټیمونه ساحو کې ګمارل شوی او د یادو ناروغیو مخنیوی لپاره یې د عامه پوهاوی پروګرامونه هم زیات کړی دی.
ډاکټران د دغو ناروغیو مخنیوی لپاره د پشه خانو د کارولو ترڅنک د پاکو اوبو او تازه مېوو استعمال اړین بولی.
د ننګرهار د انتانی ناروغیو د روغتون یو متخصص ډاکټر پاک چاپېریال او پاک خواړه د دغو ناروغیو مخنیوی لپاره اغېزمن ګڼی.
بل لور د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست هم له خلکو غواړی، چې د ناروغیو مخنیوی لپاره باید خپل چاپېریال پاک وساتی او دوی سره دې د چاپېریال په پاک ساتلو کې همکار شی.
د ننګرهار مرکز جلال آباد او شاوخوا ولسوالۍ د اوړی په موسم کې د تودوخې له لوړې درجې سره مخ کیږی، چې روغتیا پالان په کې د ناروغیو مخنیوی لپاره د خپلو هڅو په دوام له خلکو څخه د حفظ الصحې اصولو ته جدی پاملرنه غواړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ