ننګرهار کې د ۱۲۰ میلیونه ۴۲۸ زره ۱۱۵ افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې پلی کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رسنیز دفتر ویلی، چې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې ۱۲۰ میلیونه ۴۲۸ زره ۱۱۵ افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو ۲۲ شبکې جوړیږی.

رسنیز دفتر ویلی، د دغو شبکو د جوړولو هوکړه یې له یونېسف ادارې سره لاسلیک کړه، چې د همدې موسسې په مالی ملاتړ به ورغول شی.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوی قسمت الله مبارز ټینګار کړی، چې ټولې پروژې باید د انجینری معیارونو مطابق د ټاکل شوی مهالوېش په اساس لوړ کېفیت باندې ترسره شی.

نوموړی قراردادی شرکتونو ته ډاډ ورکړ، چې د پراختیایی پروژو د پلی کولو په برخه کې به د تخنیکی ټیم ترڅنګ وی او ورسره به لازمه همکاری کوی.

یادې شبکې به د متوازن پراختیایی پلان پر اساس د اچین، نازیان، خوږیاڼو، حصارک، پچیراګام، بټی کوټ، شینوارو، سپین غر، مومندره، دوربابا، چپرهار، کوټ، رودات، ګوشتې، سرخرود، دره نور او بهسود ولسوالیو کې پلی کیږی.

د مسوولینو په وینا د پروژې له بشپړېدو سره به د یادو سیمو ۹ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.