کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ډاکار موسسې په مالی ملاتړ د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې هغه څاه ګانې بیا رغول کیږی، چې پایپونه، لاسی پمپونه او اړوندې برخې یې زیانمنې شوې وی.
اوس مهال په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ۲۲۰ څاه ګانو کلوریشن او د ۱۰۰ تشنابونو جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دی، چې په نږدې راتلونکی کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو دغه راز ټینګار کړی، چې د پروژو د چارو د ښه پرمخ بېولو لپاره وخت په وخت څارنه ترسره کوی، څو ټولې چارې د مشخصاتو سره سم ترسره شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ