کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال ریاست ویلی، د دغه شرکت په څلورګونو فارمونو کې شاړې زرګونه جریبه ځمکې بېرته زرغونوی.
د دوی په وینا له دغې چارې یې موخه د کرنیزو ځمکو پراخول، د چاپېریال ښه کول او خلکو ته د کاری فرصتونو رامنځته کول دی.
د ننګرهار ریاست مسوولین وایی، په څلور ګونو فارمونو کې به د ۳ زره ۵ سوه جریبو په شاوخوا کې شاړې ځمکې زرغونې کړی.
د دوی په خبره د شاړو ځمکو آبادولو لپاره به د اوبو لګولو منظم سیستمونه جوړ، کرنیزو محصولاتو ودې لپاره به ځانګړی تدابیر برابر او د مالټې باغونو ته به په کې جدی پاملرنه وشی.
ننګرهار مېشتو ولسونو بیا دې اقدام په اړه هیله ښودلې، چې دا چاره به اقتصادی وده چټکه او د خلکو په ژوند کې به ورسره ښه والی راشی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ