معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې سږ کال د مالټو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي

ننګرهار کې سږ کال د مالټو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو ویلي، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم ویلي، د ننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.
کظیم د دې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل یاده وي. نوموړي زیاته کړې، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به ۳ زره مټریک ټنو ته ورسیږي، په داسې حال کې چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات ۲ زره مټریک ټنه ښودل شوی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس