کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو ویلی، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم ویلی، د ننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لری، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.
کظیم د دې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوی بڼونو حاصل ته رسېدل یاده وی. نوموړی زیاته کړې، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږنی حاصلات به ۳ زره مټریک ټنو ته ورسیږی، په داسې حال کې چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات ۲ زره مټریک ټنه ښودل شوی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ