کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۹ سوه ۵۳ هکتاره ځمکه ګنی کرل شوی دی.
د خبر پر بنسټ د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو زیاته کړې، چې ننګرهار کې هر کال په سلګونه هکتاره ځمکه ګنی کرل کیږی او سږ کال پر ۱۹ سوه ۵۳ هکتاره ځمکه کې بختور، شین باڼس، سپین، ۳۴۶ او ۳۱۰ هایبریډ ګنی کرل شوی دی.
تېر کال په ننګرهار کې پر ۱۶ سوه ۵۰ هکتاره ځمکه ګنی کرل شوی وو، چې ۷۵ زره او ۷۵ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ