معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې وروستيو اورښتونو زرګونه جريبه ځمکه فصلونه لمنځه وړي

ننګرهار کې وروستيو اورښتونو زرګونه جريبه ځمکه فصلونه لمنځه وړي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې تېرو ویجاړوونکو اورښتونو او توپانونو په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه فصلونه، کانالونه، سربندونه، شنې خونې او زرګونه مېوه لرونکې ونې تخریب او لمنځه وړي.
مسوولین وايي، د دغو توپانونو له امله لسګونه څاروي هم تلف شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د وروستیو اورښتونو او توپانونو له امله یې درانه مالي زیانونه لیدلي، له سرپرست حکومته د ځانګړو مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د توپانونو او اورښتونو له امله یې د ټولو تخریب شوې سیمو سروې کړې او ډاډ ورکوي، چې ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس