ننګرهار کې وروستیو اورښتونو زرګونه جریبه ځمکه فصلونه لمنځه وړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یوې خبری ناستې پر مهال ویلی، چې تېرو ویجاړوونکو اورښتونو او توپانونو په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه فصلونه، کانالونه، سربندونه، شنې خونې او زرګونه مېوه لرونکې ونې تخریب او لمنځه وړی.
مسوولین وایی، د دغو توپانونو له امله لسګونه څاروی هم تلف شوی دی.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د وروستیو اورښتونو او توپانونو له امله یې درانه مالی زیانونه لیدلی، له سرپرست حکومته د ځانګړو مرستو غوښتنه کوی.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، چې د توپانونو او اورښتونو له امله یې د ټولو تخریب شوې سیمو سروې کړې او ډاډ ورکوی، چې ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.