معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې وروستي توپاني اورښت ۲ میلیارده افغانۍ زیانونه اړولي

ننګرهار کې وروستي توپاني اورښت ۲ میلیارده افغانۍ زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې وروستي توپاني اورښت حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ زیان اړولی.

د دوی په وینا د دغه توپان له امله سلګونه کورونه، پر زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ولاړ فصلونه، د برېښنا لسګونه ستنې او لسګونه بڼونه ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی وایي، توپاني بادونو د ګڼ شمېر نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ د برېښنا لسګونه ستنې غورځولي، چې لا هم  په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزې په بشپړ ډول نه دي حل شوي. ولایتي چارواکي وايي، په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې وروستیو ویجاړونکو توپاني بادونو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٢ تنه مړه او شااوخوا ٣٥٠ نور ټپیان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس