کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې وروستی توپانی اورښت حکومتی ادارو او خصوصی سکتور ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ زیان اړولی.
د دوی په وینا د دغه توپان له امله سلګونه کورونه، پر زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ولاړ فصلونه، د برېښنا لسګونه ستنې او لسګونه بڼونه ویجاړ شوی دی.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکی وایی، بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
دوی وایی، توپانی بادونو د ګڼ شمېر نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ د برېښنا لسګونه ستنې غورځولی، چې لا هم په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزې په بشپړ ډول نه دی حل شوی. ولایتی چارواکی وایی، په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټی کوټ ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې وروستیو ویجاړونکو توپانی بادونو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه مړه او شااوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ