کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تېزو بارانونو او ږلۍ خلک سختې ځپلی دی.
د خبر له مخې بهسود، سره رود، کامه، پچیر آګام، لعلپوره او ګوشته هغه ولسوالۍ دی، چې تر نورو ولسوالیو به کې ډېر زیانونه اوښتی.
د راپور له مخې یادو ولسوالیو کې ۱۳ زره ۲۰۶ جریبه غله جات او سبزیجات زیانمن شوی، ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوی او د ۲۵ تنو د ټپی کېدو ترڅنګ په کې پنځو تنو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.
خبر زیاتوی، چې د ننګرهار په یادو ولسوالیو کې ۱۹ زره ۸ سوه چرګوړی او چرګان هم له منځه تللی او په زرګونو جریبه د هندواڼو او نورو سبزیجاتو فصلونه تخریب شوی دی.
مسوولینو ویلی، هڅې یې پیل کړی، چې لۀ زیانمن شویو سره عاجلې مرستې ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ