ننګرهار کې پر ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت د درېیم فارم ۹۴ نمره ځمکه باندې پر ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړیږی.

د راپور پر بنسټ، د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د یاد شرکت له لوری پر  ۱۸ زره او ۲ سوه جریبه ځمکه د مالټو نوې بڼونه جوړې شوې دی، چې ورسره په دې ولایت کې د ستروسو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.

مسوولینو ویلی، چې د مالټو د بڼونو جوړولو موخه هېواد د ستروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د ستروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دی.

یاد بڼونه د خصوصی سکټور په همکارۍ جوړیږی، چې ورسره لسګونو کسانو ته په مستقیم او سلګونو کسانو ته په غیرې مستقم ډول د کار زمینه هم برابریږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.