معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې کوز کونړ د ښکلو منظرو، مستو اوبو او د ناکامورا پارک په درلودو د چکر او تفریح پۀ مرکز بدل شوی

ننګرهار کې کوز کونړ د ښکلو منظرو، مستو اوبو او د ناکامورا پارک په درلودو د چکر او تفریح پۀ مرکز بدل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د بهترینو پنېرو او مشهورو ژېړو غوړیو درلودونکې دې ولسوالۍ ته پدې وروستیو کې د ډاډمن امنیت او ښکلي سیاحت له امله د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی.
د کوز کونړ ښاروالۍ وایي، دې ولسوالۍ د ښۀ جوړښت، ښکلي چاپېریال او زړۀ راښکونکو منظرو د درلودو لۀ امله دې وروستیو کې پر ځان ګڼ شمېر سېلانیان رامات کړي دی.
کوز کونړ چې لۀ جلال آباد ښاره شمال ختیځ لور ته د شاوخوا ۲۷ کیلو مټرو په واټن کې پرته ده، پنیر، کورت، غوا غوړي، شیدې، چکه او داسې نور لبنیات د دې ولسوالۍ په زړۀ پورې محصولات دي.
ځایي خلک یې خپلو سیمو کې د ښکلو منظرو، تفریحي او چکري ځایونو د لیدو لپاره داخلي او خارجي سېلانیانو ته د ورتګ بلنه ورکوي.
دوی سېلانیانو ته ډاډ ورکوي، چې کوز کونړ کې د ښکلو منظرو د سیاحت ترڅنګ به یې ځایي خلک ښه مېلمه پالنه وکړي.
د کوز کونړ ولسوالۍ امنیې قومنداني بیا سېلانیانو ته دغه سیمه کې د بشپړ امنیت او مصوونیت ډاډ ورکوي.
ننګرهار چې د سیمې پۀ کچه له ښکلو منظرو او مشهورو سیاحتي ځایونو څخه برخمن دی، پۀ اطلاعات او کلتور ریاست کې د ګرځندوی او افغان تور د مسوولینو په وینا د اوسني حکومت په بیا واکمنېدو سره د ډاډمن امنیت له امله ورته د سیاحت او ګرځندوی صنعت پیاوړی شوی.
د دوی په وینا د تېرو دریو میاشتو په موده کې ورته د لسکونه زرو کورني سېلانیانو ترڅنګ یو شمېر بهرنيو سېلانیانو هم د سیاحت په موخه ترې لیدنې ترسره کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس