کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۷مه نېټه):
د بهترینو پنېرو او مشهورو ژېړو غوړیو درلودونکې دې ولسوالۍ ته پدې وروستیو کې د ډاډمن امنیت او ښکلی سیاحت له امله د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی.
د کوز کونړ ښاروالۍ وایی، دې ولسوالۍ د ښۀ جوړښت، ښکلی چاپېریال او زړۀ راښکونکو منظرو د درلودو لۀ امله دې وروستیو کې پر ځان ګڼ شمېر سېلانیان رامات کړی دی.
کوز کونړ چې لۀ جلال آباد ښاره شمال ختیځ لور ته د شاوخوا ۲۷ کیلو مټرو په واټن کې پرته ده، پنیر، کورت، غوا غوړی، شیدې، چکه او داسې نور لبنیات د دې ولسوالۍ په زړۀ پورې محصولات دی.
ځایی خلک یې خپلو سیمو کې د ښکلو منظرو، تفریحی او چکری ځایونو د لیدو لپاره داخلی او خارجی سېلانیانو ته د ورتګ بلنه ورکوی.
دوی سېلانیانو ته ډاډ ورکوی، چې کوز کونړ کې د ښکلو منظرو د سیاحت ترڅنګ به یې ځایی خلک ښه مېلمه پالنه وکړی.
د کوز کونړ ولسوالۍ امنیې قومندانی بیا سېلانیانو ته دغه سیمه کې د بشپړ امنیت او مصوونیت ډاډ ورکوی.
ننګرهار چې د سیمې پۀ کچه له ښکلو منظرو او مشهورو سیاحتی ځایونو څخه برخمن دی، پۀ اطلاعات او کلتور ریاست کې د ګرځندوی او افغان تور د مسوولینو په وینا د اوسنی حکومت په بیا واکمنېدو سره د ډاډمن امنیت له امله ورته د سیاحت او ګرځندوی صنعت پیاوړی شوی.
د دوی په وینا د تېرو دریو میاشتو په موده کې ورته د لسکونه زرو کورنی سېلانیانو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو سېلانیانو هم د سیاحت په موخه ترې لیدنې ترسره کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ