معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې یو کاناډایي سیلاني اسلام دین قبول کړ

ننګرهار کې یو کاناډایي سیلاني اسلام دین قبول کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د ګرځندوی امر استاد عید محمد حنفي ویلي، دا ۳۷ کلن سیلاني چې پخوا یې نوم ADWARD ANDREAS و، د اسلام مبارک دین تر قبلولو وروسته پرې محمد اکبر نوم کېښودل شو.

محمد اکبر د کاناډا د Vancouver سیمې اوسېدونکی دی، چې د افغانستان مشهورو تاریخي او طبیعي سیمو څخه یې سیاحت کړی دی.

هغه ویلي، د افغانانو دیني عقیدې، میلمه‌ پالنې او اسلامي اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا او اسلام دین ته د داخلېدو پرېکړه یې وکړه.

د ګرځندوی امر ویلي، دوی د سیلانیانو راتګ ته ښه راغلاست وایي، چې له دې لارې د افغانستان د خلکو واقعي انځور نړۍ ته ښکاره شي.

دې وروستیو کې څو نورو بهرنیو سیلانیانو هم افغانستان ته د سفر پر مهال بېلابېلو ولایاتو کې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس