کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د ګرځندوی امر استاد عید محمد حنفی ویلی، دا ۳۷ کلن سیلانی چې پخوا یې نوم ADWARD ANDREAS و، د اسلام مبارک دین تر قبلولو وروسته پرې محمد اکبر نوم کېښودل شو.
محمد اکبر د کاناډا د Vancouver سیمې اوسېدونکی دی، چې د افغانستان مشهورو تاریخی او طبیعی سیمو څخه یې سیاحت کړی دی.
هغه ویلی، د افغانانو دینی عقیدې، میلمه پالنې او اسلامی اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا او اسلام دین ته د داخلېدو پرېکړه یې وکړه.
د ګرځندوی امر ویلی، دوی د سیلانیانو راتګ ته ښه راغلاست وایی، چې له دې لارې د افغانستان د خلکو واقعی انځور نړۍ ته ښکاره شی.
دې وروستیو کې څو نورو بهرنیو سیلانیانو هم افغانستان ته د سفر پر مهال بېلابېلو ولایاتو کې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ