کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلی، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو یې د جلال آباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۶۲ تنه پر نشه یی توکو روږدی کسان راټول او د درملنې په موخه یې د کابل ۵ زره بستریز روغتون ته ولېږدول.
د رسنیز دفتر په وینا پر نشه یی توکو روږدی دغه کسان به تر هغې په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې وی، څو روغتیایی حالت یې په بشپړ ډول د ډاډ وړ او بېرته خپل عادی ژوند ته را وګرځی.
تر دې وړاندې هم دغه ولایت کې سلګونه پر نشه یی توکو روږدی کسان د درملنې په موخه راټول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ