کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن ماسپښین دوه بجې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیلوي.
د راپور پر بنسټ دا درې یو ورځنۍ لوبې دي، چې دوهمه او درېیمه یې د راتلونکې پنحشنبې او شنبې ورځو کې ترسره کیږي.
راپور زیاتوي، چې دغه ټولې لوبې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپيښين په دوو بجو پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ چې د دې لوبو کوربه دی، اعلان کړی چې لوبغالي ته په ورتګ باندې له ننداره چیانو فیس نه اخلي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یو پیغام کې ډاډ څرګند کړی، چې لوبغاړي یې له پاکستان سره لوبې ته پوره چمتوالی لري او د سیریز د ګټلو هڅه کوي.
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم کپتان بابر اعظم بیا ويلي، چې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې جدي نیسي او د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو په تیارولو کې به دغه لوبې ورسره مرسته وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/