نن افغان کرکټ ملی لوبډله د پاکستان له ملی لوبډلې سره سیالی کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن ماسپښین دوه بجې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملی لوبډلې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیلوی.
د راپور پر بنسټ دا درې یو ورځنۍ لوبې دی، چې دوهمه او درېیمه یې د راتلونکې پنحشنبې او شنبې ورځو کې ترسره کیږی.
راپور زیاتوی، چې دغه ټولې لوبې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپیښین په دوو بجو پیل شی.
د افغانستان کرکټ بورډ چې د دې لوبو کوربه دی، اعلان کړی چې لوبغالی ته په ورتګ باندې له ننداره چیانو فیس نه اخلی.
د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم لوبډلمشر حشمت الله شهیدی په یو پیغام کې ډاډ څرګند کړی، چې لوبغاړی یې له پاکستان سره لوبې ته پوره چمتوالی لری او د سیریز د ګټلو هڅه کوی.
د پاکستان د کرکټ ملی ټیم کپتان بابر اعظم بیا ویلی، چې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې جدی نیسی او د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو په تیارولو کې به دغه لوبې ورسره مرسته وکړی.

ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.