معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نن افغان کرکټ ملي لوبډلې بنګلدېش لوبډلې سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

نن افغان کرکټ ملي لوبډلې بنګلدېش لوبډلې سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن شنبه له بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلې سره خپله دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
تر دې وړاندې لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې بنګلدېش لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د خبر پر بنسټ دا لړۍ د چاتوګرام ښار د کرکټ په سټوډیوم کې پلان شوي دي.
افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په بنګلدېش کې د بنګلدېشۍ لوبډلې ماتول ګران دی، خو د لومړۍ لوبې تر ګټلو وروسته د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی او هڅه به یې دا وي، چې دا لوبلړۍ وګټي.
د دغې لوبلړۍ درېیمه لوبه به د راتلونکې سې شنبې ورځ چې د جولای ۱۱مه نېټه کیږي، د ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس