کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله به نن شنبه له بنګلدېش کرکټ ملی لوبډلې سره خپله دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړی.
تر دې وړاندې لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې بنګلدېش لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د خبر پر بنسټ دا لړۍ د چاتوګرام ښار د کرکټ په سټوډیوم کې پلان شوی دی.
افغان لوبډلمشر حشمت شهیدی یوې خبری غونډې ته ویلی، چې په بنګلدېش کې د بنګلدېشۍ لوبډلې ماتول ګران دی، خو د لومړۍ لوبې تر ګټلو وروسته د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی او هڅه به یې دا وی، چې دا لوبلړۍ وګټی.
د دغې لوبلړۍ درېیمه لوبه به د راتلونکې سې شنبې ورځ چې د جولای ۱۱مه نېټه کیږی، د ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ