ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چینګاښ یا سرطان دوهمه او د جون میاشتې ۲۳مه نېټه ده) نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه کوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) دفتر وایی، د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته نن پنجشنبه جوړېږی.
په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سر منشی انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړی.
د بشری مرستو د همغږۍ په برخه کې د م.م د سر منشی ځانګړی استازی او د یوناما سرپرست، رامز الاکبروف به هم د امنیت شورا ناستې ته خپل راپور وړاندې کړی.
یوناما تر اوسه د دغې ناستې د اجنډا په اړه څه نه دی ویلی.
گهیځ