نن د افغانستان او بنګلدېش ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله لوبه ترسره کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د کرکټ بورډ مسوولینو ویلی، چې د افغانستان او بنګلدېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نن د دوو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کوی.
د راپورونو له مخې د بنګلدېش لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
دا د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ده چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږی.
نننۍ لوبډله کې د افغانستان له لوری سلیمان عربزی، سهیل خان، هارون خان، کامران هوتک، اکرم محمدزی، ناصر حسن، فرهاد عثمانی، جاوید پکتین، فریدون او یما ارباب د نعمان شاه په کپتانۍ لوبه ترسره کوی.
ټاکل شوې چې د دغو لوبو دوهمه لوبه دوه ورځې وروسته د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.