کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه نن غرمه ۱۲ بجې پیلیږی.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې د هېواد ملی لوبډله د کوربه زمبابوې پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتووالی لری.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یادې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
یاده لړۍ د افغان کرکټ ملی لوبډلې لپاره مهمه ګڼل کیږی، چې د نړیوال جام لپاره په خپل چمتووالی او لوبډلې جوړښت باندې کار کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ