کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ نن ماسپښین یوه نیمه بجه دوهمه ۵۰ اوریزه لوبه کیږی.
د خبر پربنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو ۵۰ اوریزو لوبو په دې لوبلړۍ کې تر دې وړاندې لومړۍ لوبه سریلانکایی لوبډلې ګټلې ده.
د روانې لوبلړۍ د دوه لوبو ګټونکې لوبډله به دغه سیریز په خپل نوم کوی.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه بایللې نو د لوبلړۍ ګټلو لپاره باید پاتې دواړه لوبې وګټی. افغان لوبډله چې د سریلانکا په سفر تللې، په پیل کې یې له کوربه لوبډلې سره یوازنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د سریلانکا په بریا پایته ورسېده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به له یو ورځنیو لوبو وروسته درې شل اورېزې لوبې هم ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ