نن د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه امریکایی ډالر لیلاموی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی، چې نن سې شنبه ۱۶ میلیونه امریکایی ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموی.

د افغانستان مرکزی بانک د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو، چې پر شرایطو برابر وی غوښتی، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکی باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی.

 مرکزی بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمی تسویې ته اجازه نه ورکول کیږی او د داوطلبۍ ګټونکی به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاری.

دغه اندازه ډالر هره اونۍ یو یا دوه ځل د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کیږی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.