کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږی.
ټاکل شوې چې میلیونونه امریکایان د نوی ولسمشر د ټاکلو لپاره خپله رایه وکاروی.
دغو ټاکنو کې شپږ تنه نوماندان ولسمشرۍ ته د رسېدو هڅه کوی، چې ډونالډ ټرمپ او کاملا هارېس یې ډېر مخکښ بلل کېږی او د دوی دواړو له منځه به یو یې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږی.
د راپورونو له مخې امریکا کې ۲۳۰ میلیونه خلک د رایې ورکولو په شرایطو برابر دی، چې له ډلې یې ۱۶۰ میلیونو د رایې ورکولو لپاره نولیکنه کړې او د نوی ولسمشر په ټاکلو کې به ونډه واخلی.
د شمېرو له مخې تر دې دمه څه باندې ۷۷ میلیون خلکو وار دمخه رایې ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ