کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
د ترکی رسنیو د خبرونو له مخې نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټاکنې ترسره کیږی.
د خبر له مخې ټاکنیز کمپاینونه تېره ورځ پای ته ورسېدل.
د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوری غوښتونکی ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان به د ترکیې د نن ورځې په ټاکنو کې خپل بخت وازمویی.
رجب طیب اردوغان شل کاله په ترکیه کې سیاسی مزل کړی او اوس په دغو ټاکنو کې له سختې ازموینې سره مخ دی.
په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنو سره هم مهاله پارلمانی ټاکنې هم ترسره شی.
یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوی، د دغه هېواد پارلمانی ټاکنو ته درېدلی دی.
په ترکیه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رییس د هغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لری، نږدې یو لک تنه اعلان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ