نن د ثور اتمه، هېواد کې د شوروی اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

له نن څخه ۳۲ کاله وړاندې په ۱۳۷۱ هـ لمریز کال د ثور پر اتمه نېټه تر شاوخوا څوارلس کلنې جهادی مبارزې وروسته د شوروی اتحاد د یرغل پر وړاندې افغان مجاهدینو بریا خپله کړه.

په دې ورځ د ډاکټر نجیب په مشرۍ کمونیستی نظام سقوط او مجاهدین کابل ته دننه شول.

ګهیځ نیوز سره خبرو کې د چارو یو شمېر شنونکو ویلی، اتم د ثور د آزادۍ او خپلواکۍ هغه سمبول دی، چې په کې د اشغال د خاتمې لپاره ډېرو پاک نفسو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړل او د هېواد په تاریخ کې یې یرغلګر او مستبد خلک له هېواده وشړل، خو په وینا یې ترې وروسته د یو شمېر بهرنیو دسیسو له امله چې د واک خواهشاتو د وخت مشران سره جوړ نه کړل.

د مجاهدینو تر بریا وروسته احزابو د واک پر سر د خپلمنځی اختلافاتو له امله ونه کړای شو، چې یو پیاوړی، متحد او دوامداره حکومت راتلونکی نسل ته په میراث کې پرېږدی.

د چارو د څارونکو په باور د احزابو ترمنځ اختلافاتو څخه ځینو ګاونډیو او غربی هېوادونو د خپلو موخو لپاره ګټه واخېسته او څو لسیزې یې افغان ولس په دربدرۍ او کړاو کې ښکېل کړ.

د تاریخ پوهانو په وینا دغه هرج او مرج د تنظیمی او د ملک الطوایفی نظامونو په منځته راتګ باندې منتج شو، چې خپلمنځی ګډوډیو کې تر اشغال ډېر ولسونه کډوال او بې شمېره کونډې او یتیمان یې ترشا پاتې شول.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.