نن د سویلی افریقا کرکټ غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
دغه سیالۍ به نن د افغانستان پر وخت د شپې اته بجې پیل شی، چې لومړۍ لوبه به د ممبیی کپیټاون او بارل راویلز لوبډلو ترمنځ وی.
په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړی، چې یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی.
د دې لیګ لوبډلې د ډربن سوپر جاینټز، جوبرګ سوپر کینګز، ممبی کپیټاون، پارل راویلز، پرېټوریا کپیټل او سن رایزرز ایسټرن کیپ په نومونو نومول شوی دی، چې راشدخان د ممبی کپیټاون لوبډلمشر دی.
راشد د یاد لیګ د پرانستې په مراسمو کې خوښی څرګنده کړې وه چې دغه لیک کې لوبیږی.
دغه سیالۍ چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې تر ۱۱ نیټې دوام کوی، په لومړی ځل په ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سویلی افریقا د کرکټ بورډ ادارې له لوری د ګلوبل شل اوریزو سیالیو په نوم اعلان شو، وروسته یې د منزی شل اوریزو سیالیو نوم ورکړ، خو تر ډېره د مالی ستونزو له امله پرمخ نه تلې، تر هغې چې د یاد هېواد کرکټ ادارې مشر ګریم سمیت تر پرلپسې هڅو وروسته د هندوستان غوره لیګ پانګه وال راضی کړل، چې اوس د ټولو لوبډلو امتیازات هم له هغوی سره دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.