کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د محرم پر لسمه د عاشورا پر ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې دا ورځ د شعیه مذهب پالونکو له لوری په خاصو مراسمو کې نمانځل کیږی.
افغانستان کې به تېرو کلونو کې دغه ډول مراسم د مرګونو بریدونو سره مل وو، خو د اوسنی حکومت په راتلو سره هر کال دغه مراسم تر ډېره بریده د امن په فضا کې ترسره کیږی.
د افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلی، د عاشورا مراسمو لپاره یې ځانګړی امنیتی تدابیر نیولی دی.
بل لور بیا شعیه وګړی په نیول شویو امنیتی تدابیرو خوښ دی، خو پر دوی د یو شمېر لګول شویو محدودیتونو له امله اندېښمن دی.
د دوی په وینا د افغان حکومت امنیتی مسوولین دې له دوی سره په دغه ورځ له صمیمیت څخه کار واخلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ