نن د هوا پېژندنې ادارې په اوو ولایاتو کې د باران اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په اوو ولایاتو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

یادې ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړنی تدابیر ونیسی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلی، چې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیی پېښو له امله ګڼ شمېر خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.