معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ځینو ولایاتو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي

نن د هېواد په ځینو ولایاتو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلیږي.

له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې د دې خبر د ورکولو ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي، چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي.

په دغه ټویټ کې څرګنده شوې نه ده، چې له پنځو کلونو کم‌ عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې پلی شي او څومره ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له‌ منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌ دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې د روان زېږدیز کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس