نن د هېواد په ځینو ولایاتو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلیږی.

له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې د دې خبر د ورکولو ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتی، چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلی.

په دغه ټویټ کې څرګنده شوې نه ده، چې له پنځو کلونو کم‌ عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې پلی شی او څومره ماشومانو ته به واکسین ورکړل شی.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له‌ منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌ دې وروستیو کې ویلی، چې په افغانستان کې د روان زېږدیز کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.