کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو، دوړو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ دغې ادارې ویلی، نن چهارشنبه به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملی مترو پورې وی.
یادې ادارې دغه اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزنی، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې دغه راز زیاته کړې، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، شمالی، سوېلی، ختیځو او مرکزی ولایتونو کې هم د بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو اټکل وی او په بېلابېلو سیمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ