کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن دوشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.
ټاکل شوې چې دا کمپاین به کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په موخه پیل شي.
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د دې ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان دې واکسین کړي، څو افغانستان کې ګوزڼ په بشپړ له منځه ولاړ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونو دي، چې تر اوسه په کې د ماشومانو فلج ناروغي په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/