کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن دوشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږی.
ټاکل شوې چې دا کمپاین به کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزنی کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په موخه پیل شی.
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د دې ولایتونو له اوسېدونکو غوښتی، چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان دې واکسین کړی، څو افغانستان کې ګوزڼ په بشپړ له منځه ولاړ شی.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونو دی، چې تر اوسه په کې د ماشومانو فلج ناروغی په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ