معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ۳۰ ولایاتو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل شوی

نن د هېواد په ۳۰ ولایاتو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په.۳۰ ولایاتو کې به نن شنبه واورې او د باران اورښتونه ترسره شي.

د دوی په خبره د اورښتونو له امله یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل هم شوی دی.

د هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې، چې دا اټکل په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکنډي، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، مېدان وردګ، غزني او سمنګان ولایتونو کې دی.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه روان وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس