کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په.۳۰ ولایاتو کې به نن شنبه واورې او د باران اورښتونه ترسره شی.
د دوی په خبره د اورښتونو له امله یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل هم شوی دی.
د هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې، چې دا اټکل په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، دایکنډی، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، مېدان وردګ، غزنی او سمنګان ولایتونو کې دی.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه روان وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ